د هلمند نادعلي کې ۵۰۰ کورني باغچې جوړېږي 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۲ - ۱۱:۱۵
د هلمند نادعلي کې ۵۰۰ کورني باغچې جوړېږي 

۱۲ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
دهلمندولایت د کرنې، اوبولکولو او مالدارۍ ریاست لخوا د بشري  خیریه مؤسسې په مالي همګارۍ ددې ولایت د نادعلي ولسوالی ٥٠٠ بزګرو ته د دکورنیو باغچو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادې پروسې له لارې هرې کورنۍ ته اته قلمه د ژمنیو سبو تخمونه او درې قلمه کرنیز توکي وېشل کېږي، چې د مستحقینو د سروې چارې یې مخکې د ګډ پلاوي لخوا چې په ترکیب کې یې د ولسوالی، استخباراتو او کرنې مسؤلین شامل دي ترسره شوي دي.
د دغو توکو د وېشلو ترڅنک برخمن شویو کورنیو ته،  په کورنیو باغچوکې د سبو د تولید، حفظ الصحې او په کورنیو باغچوکې د محصولاتو د راټولولو او پروسس په برخه کې لازمه همکاري ترسره کېږي.
کورني باغچې د کورنیو په اقتصادي وده او پرمختګ کې رغنده رول لري، چې ورسره به د دغو کورنیو د خوړو د خوندیتوب ترڅنګ اقتصادي حالت هم ښه شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت