د هلمند نادعلي کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي
۱۸ سلواغه ۱۴۰۲ه.ش
۲۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه.ق
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د ډنمارک کمېټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د نادعلي ولسوالی پر ۷۶۸ مستحقو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیلوي.
دغه مرستې هغو بزګرو ته ترسره کېږي، چې تر دې وړاندې ورته د سویابینو تخمونه ورکړل شوي وو.
د یادې مرستې په ترڅ کې هر کرونده ګر ته ٥٠ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ٥٠ کیلو تور او ٥٠ کیلو سپینه سره ورکول کېږي.
ددغو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش موخه د غنمو د تولیداتو زیاتوالی، د تولید د کیفیت ښه والی او په ټوله کې د بزګرانو عوایدو زیاتوالي ته زمینه برابرول دي.