د هلمند نادعلي کې لسګونو مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۱۱:۹
د هلمند نادعلي کې لسګونو مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته شوه

هلمند کې ځایي مالدارانو سره د مرستې په دوام،  دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د هالنډ کمیتې په مالي همکارۍ،  د نادعلي ولسوالی نږدې ۱۸۳ تنو مالدارانو سره د څارویو لپاره د خوراکې توکو، د مضره چینجیو ضد او چاغښت درملو مرسته وشوه.
ددغو مرستو په لړ کې هر مالدار ته د څارویو خوراکې لپاره ١١٤ کیلو ګرامه جوار، ١٠٠ سیسي د حیواناتو چینجیو ضد او چاغښت درمل وېشل شوي دي. 
دغه مرستې یاد مستحقینو ته د نادعلي ولسوالی د کرنې مسؤل حاجي مهربان او ګډې کمیټې په حضور کې وویشل شوې.
دیادولو وړ ده، چې دغه ډول مرستې به د نورو ولسوالیو له ځایي مالدارانو سره هم تر سره شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت