د هلمند نادعلي کې دلابراتواري ازموینې په موخه د کرنیزو ځمکو د خاورې نمونې اخیستل کېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۹:۴۲
د هلمند نادعلي کې دلابراتواري ازموینې په موخه د کرنیزو ځمکو د خاورې نمونې اخیستل کېږي

۲۷ مرغومې ۱۴۰۳ھ.ش
۱۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کارپوهانو له خوا د هلمند په نادعلي ولسوالی کې د کرنیزو ځمکو د اصلاح په موخه په دې ولسوالی کې د خاورې د نمونو اخیستلو چارې پیل شوې.
ددې پروسې په ترڅ کې د یادې ولسوالی له بېلابېلو سیمو څخه د کرنیزو ځمکو د خاورو نمونې تر اخیستلو وروسته پلازمینې ته لیږدول کېږي، ترڅو هلته یې د لابراتواري تجزیې په پایله کې د هغو نباتاتو معلومات څرګند کړي، چې ښه او مناسبه وده پکې کولای شي.
ددې ترڅنګ ددغو ازموینو په پایله کې به هغه نباتي ناروغۍ په نښه شي، چې شنو فصلونو او کروندو ته زیان رسوي ترڅو د مخنیوی په برخه کې یې لازم اقدامات ترسره شي.
د نادعلي ولسوالی یوشمېر بزګران د حاصلاتو د کرنې او حاصل اخیستنې پر مهال د بېلابېلو نباتي ناروغیو  څخه شکایت کوي، دوی وایي کروندې یې ناروغۍ پیداکوي او په حاصلاتو کې یې کمښت رامنځته کېږي، په همدې موخه دکرنې وزارت کارپوهان هلې ځلې کوي، چې د دوی ستونزې هوارې کړي.
دیادونې وړ ده، چې د خاورې په لابراتواري ازموینه کې د خاورې کیمیاوي، فزیکي او بیولوژیکي ځانګړنې تحلیل کېږي، ترڅو څرګنده شي، چې د یادې خاورې د پی اچ کچه، د غذايي موادو (نایتروجن، فاسفورس، او پوټاشیم) شتون، او عضوي موادو کچه په کومه اندازه پکې شتون لري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت