د هلمند موسی کلا کې لسګونو مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته وشوه
هلمند کې ځایي مالدارانو سره د مرستې په دوام، دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د هالنډ کمیتې په مالي همکارۍ، د موسی کلا ولسوالی ۲۵۰ مالدارانو سره د څارویو لپاره د خوراکې توکو، د مضره چینجیو ضد او چاغښت درملو مرسته وشوه.
ددغو مرستو په لړ کې هر مالدار ته د څارویو خوراکې لپاره ١١٤ کیلو ګرامه جوار، ١٠٠ سیسي د حیواناتو چینجیو ضد او چاغښت درمل وېشل شوي دي.
دغه مرستې یاد مستحقینو ته د موسی کلا ولسوالی د کرنې مسوولینو او ګډې کمیټې په حضور کې وویشل شوې.
دیادولو وړ ده، چې دغه ډول مرستې به د نورو ولسوالیو له ځایي مالدارانو سره هم تر سره شي.