د هلمند مرکز کې پر ۴٠ کورنیو وزې ووېشل شوې
۸ زمری ۱۴۰۲ه.ش
۱۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه.ق
د هلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د کرنې پراختیا صندوق په مالي او د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په تخنیکي مرسته ددې ولایت په مرکز لښکرګاه کې پر ۴۰ بېوزلو او یتیمانو کورنیو د شیدو وزې او اړونده توکي وېشلي دي.
ددې مرستې په لړ کې هرې کورنۍ ته ٢راسه وزې، ٤مرغومان، ٥٠کیلوګرامه جوار ، یوبوتل درمل، او د شپیشتو تخم وېشل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د نوموړو کورنیو د تشخیص او انتخاب سروې په شفاف ډول ترسره شوې ده.
ددې مرستې موخه د بېوزلو کورنیو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولایت کې د مالدارۍ سکټور ته وده او پراختیا ورکول دي.
