د هلمند مارجه کې یوشمېر بڼوال وروزل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۷ - ۱۰:۲۹
د هلمند مارجه کې یوشمېر بڼوال وروزل شول

۷  لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۴ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
 د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د ډنمارک کمیټې (ډاکار) مؤسسې په مالي همکارۍ، د مارجې ولسوالی ٤٠تنو بڼوالو ته د بڼوالۍ ښې روزنې او د نباتي افتونو مخنیوی په اړه په داسې حال کې، چې د یادې ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مسؤل هم شتون درلود عامه پوهاوی ورکړل شو.
په دې روزنیزه برنامه کې بڼوالو ته له نوې ماشینرۍ څخه د ګټې اخستنې،  د زیان رسونکو حشراتو د له منځه وړلو او مخنیوی په هکله هر اړخیز مالومات ورکړل شول.
د دې ترڅنګ یادو بڼوالو هر یوه ته یوه د ښاخبرۍ قیچي، یو عدد د بڼونو اره، یوه جوړه دست کشې او دوه تختې صافي ورکړل شول.
د یاد روزنیز پرورګرام موخه د انګورو د بڼونو ښې روزنې تر څنګ د مېوه لرونکو بڼونو د ناروغیو او افتونو مخنیوی او د کیفېت او کمېت له پلوه د یادو بڼونو د حاصلاتو ښه کول دي.
د یادونې وړ ده، چې د هلمند د کرني ریاست هلې ځلې کوي ترڅو د دې ولایت بزګرانو او بڼوالو ته د بېلابېلو روزنیزو پروګرامونو له لارې د ښې کرکيلې او د نباتي ناروغیو مخنیوی په اړه په دوامداره ډول عامه پوهاوی ورکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت