د هلمند مارجه کې پر زرو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږی

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۱ - ۱۰:۱۳
د هلمند مارجه کې پر زرو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږی

دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، مارجې ولسوالی کې ١٠٠٠ بزګرانو ته دغنمو اصلاح شويو تخمونو وېشلو په موخه د مستحقینو د انتخاب سروې ترسره شوه.
د هلمند ولایت مارجې ولسوالی کې د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ  ریاست په همکارۍ او د بشري خیریه موسسې په مالي ملاتړ د ١٠٠٠ تنو بزګرانو سروې چارې بشپړ شوې ترڅو راتلونکي کې ورته د غنمو  اصلاح شوي تخمونه ووېشل شي.
د سروې دغه چارې د ګډې کمیټې لخوا په شفاف ډول پای ته رسیدلي دی، چې په تعقیب به یې هر بزګر ته د اړتیا وړ د غنمو اصلاح شوي تخمونه  ورکړل شي.
د دې پروسې موخه په دې ولسوالی کي د بزګرانو ملاتړ  ده، چې پر مټ به یې ځمکوال وکولای شي له خپلو ځمکو څخه لوړ حاصلات ترلاسه کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت