د هلمند مارجه کې حیواني او کرنیزو درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۸ - ۱۱:۳۹
د هلمند مارجه کې حیواني او کرنیزو درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه

۸ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې په غیر مسلکي ډول د حیواني او کرنیزو درملو د پېر او پلور مخنیوئی کمپاین په دوام ددې ولایت د مارجې ولسوالی له ګڼو درمل پلورنځیو څارنه ترسره شوه.
د یاد کمپاین پر مهال په مېله بازار کې هټوالو ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت  مقام لخوا په هېواد کې د کرنیزې او حیواني درملو د پیر او پلور لپاره ځانګړې کړنلاره تشریح شو.
یادو هټیوالو ته سپارښتنه وشوه، چې که له دې وروسته په مېله بازارونو کې خپل پیر او پلور ته دوام ورکړي نو درمل به یې ضبط او عاملینو سره به یې قانوني چلند وشي.
دیادولو وړ ده، چې ددې پروسې موخه پر بزګرو او مالدارو بې کیفیته، تر وخت تېر او بیله رسمي جواز لیک څخه حیواني او کرنیز درمل ونه پلورل شي، همدارنګه یاد درمل باید د خوراکي توکو او ګڼې ګوڼې له سیمو لیرې ووسي ترڅو عامو خلکو ته یې زیان ونه رسېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۱۲
Background image

کندهار کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو ملتونو د پراختیای ادارې  «یو ان دی پی »په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۵
Background image

ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د شنو خونو جوړولو او سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  «اف‌اې‌او»په مالي او د نوي مشورتي او مرستندویه. . .

بازگشت