د هلمند لښکرګاه او ګرشک کې د طبیعي کبانو غیرقانوني نیولو په تور څلور هټۍ وتړل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۱:۴۷
د هلمند لښکرګاه او ګرشک کې د طبیعي کبانو غیرقانوني نیولو په تور څلور هټۍ وتړل شوې

۹ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر حافظ هدایت الله هدایت او نورو مسلکي کارکوونکو، په لښکرګاه او ګرشک کې د کبانو د پخلي هټیو څارنه وکړه.
د څارنې پر مهال په ګرشک ولسوالۍ کې درې او په مرکز لښکرګاه کې یوه هټۍ وتړل شوه، ځکه چې هټیوالو د کرنې ریاست د مکررو عامه پوهاویو سربېره، د عمومي سیند کبان په زهري موادو، چنګک او د برېښنا شارټۍ په وسیله نیولي وو.
ټولو هټیوالو ته جدي سپارښتنه وشوه، چې یوازې د فارمي کبانو پلور ته دوام ورکړي او له عمومي سیندونو، زابرانو او کانالونو څخه د طبیعي کبانو له نیولو ډډه وکړي. هغه کسان چې دا عمل تکرار کړي، هټۍ به یې وتړل شي او عدلي او قضایي ادارو ته به ور وپېژندل شي.
څو میاشتې مخکې د هلمند ولایت کرنې رییس الحاج مولوي نیازمحمد وهاج د هلو ځلو په نتیجه کې، نږدې ۳۰ زره چوزه کبان په عمومي او فرعي کانالونو کې د کبانو د نسل ژغورلو لپاره خوشې شول. دا کبان به په طبیعي ډول په کانالونو کې وده وکړي، چې د کبانو په نسل کې به زیاتوالی راولي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت