د هلمند د کرنې ریاست یوشمېر کارکوونکي روزل کېږی

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۱ - ۹:۵۰
د هلمند د کرنې ریاست یوشمېر کارکوونکي روزل کېږی

دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، ددې ادارې د مرکزي آمرینو او د ١٧ ولسوالیو د کرنې مسؤلینو ته ددو ورځو په لړ کې د ادارې او مدیریت اړوند زده کړې ورکول کېږي.
د زده کړو یاده پروسه  په داسې حال کې چې د خلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي نظرمحمد صدیقي  هم حضور درلود پیل شو. 
په پیل کې ښاغلي صدیقي   ګډونوالو ته وینا وکړه او زیاته یې کړه : "څرنګه چې د کرنې ریاست اړوند مرکزي او د ولسوالیو د کرنې مسؤلینو زیاته برخه علماء کرام دي نو تر ډېره په اړونده چارو کې د علمیت او پوهاوی له لحاظه ستونزې نلري، خو ددې لپاره چې د حکومتدارۍ او  اداري چارو د لا ښه ترسراوی په برخه کې یې معلوماتونه نور هم غني شوی وي دغه دوه ورځني ورکشاپ مو په لاره اچولی دی، چې په دې پروسه کې به د ادارې او مدیریت په برخه کې لا زیات پوهاوی ترلاسه شي.
هغه همدارنګه زیاته کړه، چې د امیر المؤمنین حفظه الله د ګڼو فرامینو او احکامونو له مخې د اما/رتي ځمکو د غصب مخنیوی په برخه کې تاکید شوی دی نو د ولسوالیو د کرنې مسؤلین باید هڅه وکړي ترڅو د ولسوالیو په کچه د یادو ځمکو د غصب څخه په کلکه مخنیوی وکړي.
د هلمند دکرنې رییس وویل: "له دې فرصت څخه په ګټې اخیستنې به د ولسوالیو په کچه ستونزو او وړاندیزو باندې غور وکړو او د حل په برخه کې به یې د عالي مقاماتو په همکارۍ لازم تصمیمونه ونیسو."
هغه د ولسوالیو د کرنې مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، ترڅو په اړونده چارو کې د ولسي وګړو سره په دوامداره توګه نیک او په احسنه طریقه برخورد وکړي.
وروسته دهلمند د کرنې ریاست د پلان او برنامو د همغږۍ مدیر انجنیر امان الله تسکین لخوا د ورکشاپ لړۍ پیل شوه، چې دوه ورځې به دوام کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۳:۳۴
Background image

د کندهار درېیو ولسوالیو کې ۱۴۰ بیوزلو کورنیو ته د هګیو چرګې ووېشل شوې

۲۵ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «ډې.آر.سې» ادارې په مالي ملاتړ، د بشري خیریه مؤسسې (او.ایچ.ډبیلو) په تخنیکي همکارۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۲۷
Background image

کندهار کې د صنعتي پارک د جوړولو په پار ۵۰۰ جریبه امارتي ځمکه د صنعت او سوداګرۍ ریاست ته وسپارل شوه

۲۵ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د ا.ا.ا د زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د حکم له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له لوري، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۲۲
Background image

د کندهار بولدک کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

۲۵ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بولدک ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکارۍ. . .

بازگشت