د هلمند د مارجې  په مېله بازار کې د حیواني او کرنیزو درملو د پیر او پلور مخه ونیول شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۳ - ۱۰:۵۷
د هلمند د مارجې  په مېله بازار کې د حیواني او کرنیزو درملو د پیر او پلور مخه ونیول شوه

۱۲ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
١۹ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
هلمند کې په غیر فني او مسلکي ډول د حیواني او نباتي درملو د پېر او پلور مخنیوی کمپاین د ګډ کمېسیون لخوا له وړاندې پیل شوی دی، چې په لړ کې یې د مارجې ولسوالی د سه شنبې مېله بازار کې د یادو درملو ټولې هټۍ وتړل شوې.
داچې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت  مقام لخوا په هېواد کې د کرنې او حیواني درملو د پیر او پلور لپاره د یوې ځانګړې کړنلارې له مخې شرایط وضع شوي دي، په همدې موخه به دغه پروسه د ولایت  مقام او اړونده ادارو سره په بشپړه همغږۍ د مرکز لښکرګاه په ګډون په ټولو ولسوالیو کې پلي شي.
ددې کمپاین موخه بزګرانو او مالدارانو ته باکیفیته او په مسلکي توګه د نباتي او څارویو درمل وړاندې کول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت