د هلمند د انارو سږنۍ حاصلات ۲۴ زره او ۴۶۵ ټنو ته رسیږي

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۷ - ۱۲:۵۶
د هلمند د انارو سږنۍ حاصلات ۲۴ زره او ۴۶۵ ټنو ته رسیږي

۱۷ زمری ۱۳۹۸

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د انارو سږنۍ حاصلات د کمیت او کیفیت له پلوه ښه او ډېر شوي دي. یاد ریاست وایي، چې ددې ولایت په یو زر او ۱۶۵ هکټاره ځمکه کې د انارو بڼونه جوړ شوي دي، چې هر هکټار یې ۲۱ټنه حاصل ورکوی او په دې سره به د هلمند د انارو سږنۍ حاصلات ۲۴ زره او ۴۶۵ ټنو ته ورسیږي.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې د کرنې ریاست په هلوځلو د خصوصي سکټور پرمټ په دې ولایت کې د انارو پر ۱۷ ډولونو څېړنې تر سره شوي دي، چې لومړنۍ پایلې یې ښې او مثبتې ارزول شوي دي.
د انارو دغه ۱۷ ډولونه، چې پرې څېړنې شوي په ډېر لنډ وخت کې مېوه نیسي، ونې یې ټېټې او د ښه کمیت او کیفیت لرونکي دي.
اغلی الکو وویل، د هلمند دکرنې ریاست په پام کې لري، چې سږکال هم ددې ولایت بڼوالو او ځمکوالو ته له ۳۰۰ تر ۵۰۰ جریبه د انارو نوی بڼونه جوړ کړي او ددغو جوړېدونکو بڼونو نیالګي به د اصلاح شویو نیالګیو د روزنې له نرسریو پېرې او د بڼوالو او ځمکوالو په واک کې ورکوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۴۸
Background image

د ننګرهار وادي شرکت په څلورګونو فارمونو کې د مالټو بڼونو پراختیا

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د کرنیزو فعالیتونو د پراختیا، د بڼوالۍ د ودې او د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي په موخه په خپلو څلورګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۴:۳۴
Background image

د ننګرهار کوزکونړ کې یوشمېر نیالګیو روزونکو سره  د اړینو توکو او موادو مرسته وشوه

۲۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نیالګیو د معیاري تولید، د شنو سیمو د پراختیا او د بڼوالۍ د ودې په موخه، د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۳:۴
Background image

د ننګرهار لعلپور کې له ۷۹۴ اړمنو کورنیو سره د ۸.۷ میلیونه افغانیو نغدي مرسته وشوه

۱۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د لعلپورې ولسوالی له ۷۹۴ هغو اړمنو کورنیو سره د دوهم ځل لپاره د ۸ میلیونه، ۷۶۵ زره او ۶۰۰ افغانیو په ارزښت نغدي مرسته. . .

بازگشت