د هلمند دکرنې ریاست: زرګونو بزګرو ته د غنمو کرنې په اړه زده کړې ورکول کېږي
د هلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، په دې ولایت کې زرګونو بزګرانو ته د غنمو ښې کرنې او روزنې په اړه زده کړې ورکول کېږي.
ددې پروګرام په ترڅ کې به د هلمند ولایت څه دپاسه ٥٠زره بزګران شامل دي، چې مرکز لښکرګاه، ناوې، واشېر، ګرمسېر، موسی کلا، کجکي، خانشین، باغران، دیشو، مارجه، ناومیش، نادعلي، نهرسراج، نوزاد، سنګین، ګرشک، بغني، بهرامچه او باباجي ولسوالیو کې به د ٣ میاشتو په موده کې د دغو زده کړو لړۍ پای ته ورسېږي.
دغو بزګرو ته د غنمو د کرنې لپاره د ځمکې جوړول، د تخم کرل، اوبه لګول، د هرزه وښو او ناروغیو مخه نیول، د حاصلاتو راټولول او نور اړین معلومات د مسلکي کسانو لخوا ورکولکېږي.
دغه زده کړې د نړۍوال بانک او د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د پوهي کچي لوړولو یا جک مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ترسره کېږي.
د دغو زده کړو موخه په هلمند کي د اصلاح شویو تخمونو رواجول، د بزګرو اوځمکوالو ملاتړ او له کمو مځکو څخه د لوړو حاصلاتو ترلاسه کول دي.