د هلمند دکرنې ریاست: د انار باغ د نیالګیو روزنې قوریه کې د ٦٠زره نیالګيو تخمونه وکرل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۱۰:۳۹
د هلمند دکرنې ریاست: د انار باغ د نیالګیو روزنې قوریه کې د ٦٠زره نیالګيو تخمونه وکرل شول

۲۰ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۳۰ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، ددې ولایت د د بولان انار باغ د نیالګیو روزنځای کې د ٦٠زره زینتي نیالګیو تولید په موخه تخمونه وکرل شول. 
په دغو زینتي تخمونو کې نږدې ٤ کیلوګرامه شنګ، کیکر، مصري او روسي بید شامل دي، چې په یوجریب ځمکه کې تر کرلو وروسته د مسلکي کارکوونکو لخوا تر روزنې لاندې نیول کېږي.
دغه ونې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه په ګډون د ګڼو ولسوالیو د  سرسبزۍ ترڅنګ د ښکلا او له ګلانو څخه یې د شاتو مچیو د ګټې اخیستنې په موخه روزل کېږي، چې راتلونکي کال ته به د ځمکوالو لپاره وېشلو ته شي.
د یادولو وړ ده، چې د هلمند د کرنې ریاست لخوا  تر دې وړاندې هم د نیالګیو په یاد روزنځای کې د زرګونو زینتي ونو دتولید په موخه د بېلا بېلو ارزښت لرونکو ونو او زینتي بوټیو تخمونه کرل شوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت