د هلمند دکرنې ریاست: دګرشک نیالګیو روزلو قوریه کې د لمریزې برېښنا سیستم فعال شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۷ - ۱۴:۳۳
د هلمند دکرنې ریاست: دګرشک نیالګیو روزلو قوریه کې د لمریزې برېښنا سیستم فعال شو

۱۷ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د ګرشک ولسوالی د نیالګیو روزلو قوریه کې د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د هلمند د کرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې قوریې د نیالګیو د ښې روزنې او پالنې په موخه د اوبولګولو لمریزه برېښنا جوړه او ګټې اخستنې ته سپارل شوی دی.  
ددې لمریزې برېښنا په کارولو سره به د نوموړیو نیالګیو او نورو کرنیزو کړنو په برخه کې د اوبو ستونزه حل او پر وخت به د یادې قوریې د نیالګیو اوبه لګونه ترسره شي او ترڅنګ به ئې په را روان  ۱۴۰۳  کال کې په زیات شمېر  زینتي او مېوه لرونکو نیالګي هم تولید او پر بزګرانو به ووېشل شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت