د هلمند دوو ولسوالیو کې دافغانستان لپاره د هالنډ کمېټې فعالیتونه څخه څارنه وشوه
دهلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مسلکي کارکوونکو لخوا ددې ولایت په موسي کلا او نوزاد ولسوالیو کې دافغانستان لپاره د هالنډ کمېټې چارو څخه څارنه وشوه.
یاده کمېټه په دې ولایت کې د مالدارانو د تقوې او بهبود په موخه د څارویو دوړیو سوداګرۍ، د مالدارانو پوهاوی، دحیواني کلینکونو او حیواني روغتیاپالانو د ملاتړ په برخه کې چارې سرته رسوي.
ټاکل شوي پلاوي د چارو د ارزونې پر مهال اړونده مسؤلینو ته په بېلابېلو برخو کې لازمې سپارښتنې وکړې.