د هلمند درېیو ولسوالیو کې د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۶ - ۱۲:۵۲
د هلمند درېیو ولسوالیو کې د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه

١۶ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې په لارښوونه ددې ولایت د باباجې، مارجه او واشېر ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د نویو خپلسرو تصرفاتو مخه ونیول شوه. 
د غصب د مخنیوی په دې کمپاین کې د یادو ولسوالیو امنیه قوماندانۍ، اړونده حوزې او دکرنې چارواکو برخه اخیستې وه، چې د ګڼو اشخاصو او افرادو لخوا تازه جوړېدونکي دېوالونه ړنګ او په سیمه کې د هر ډول خپلسرو تصرفاتو په کلکه مخنیوی وشو .
د یادونې وړ ده، چې د هلمند په ولایت کې تر دې وړاندې هم د سلګونه جریبه ځمکې د غصب مخنیوی شوی دی.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۵۹
Background image

د امارتي ادارو د ویاندویانو همغږۍ غونډه کې د کرنې وزارت د ویاند ګډون

۱۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس او یاند، مولوي شیر محمد حاتمي، د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي ویاند. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۳۶
Background image

لغمان کې پر یوشمېر بزګرانو د اصلاح شويو جوارو تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیوایف‌پي» په مالي ملاتړ او د افغانستان د نابینایانو مؤسسې«اې‌بي‌ام» په تخنیکي همکارۍ، د لغمان ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۳۴
Background image

د نورستان دکرنې ریاست چارواکي د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې مسؤلینو سره د راتلونکو پروژو په اړه خبرې وکړې

د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» د ختیځ زون مسؤلینو د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له سرپرست، ډاکټر بختیار سعید سره وکتل او د کرنې او مالدارۍ. . .

بازگشت