د هلمند بولان څېړنیز فارم  کې د غنمو هستوي تخمونو له کروندو څخه څارنه وشوه 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۵ - ۱۵:۲۹
د هلمند بولان څېړنیز فارم  کې د غنمو هستوي تخمونو له کروندو څخه څارنه وشوه 

۲۵ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
هلمند کې د اصلاح شویو تخمونو د کروندو د څارنې په لړ کې دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست لخوا، سوېل لویدیځ زون د اصلاح شویو تخمونو تصدیق ورکولو امریت د مسؤلینو له لوري دبولان څېړنیز فارم کې د ١١ ډوله تجربوي تخمونو له کروندو څخه لیدنه وشوه.
دبولان څېړنیز فارم کې دامهال د غنمو پر ١١ ډوله تخمونو تحقیق او څېړنې د مسلکي کارکوونکو لخوا روانه ده، چې دغه تخمونه په ١٧ جریبه ځمکه کې کرل شوي دي.
دهلمند ولایت د کرنې ریاست اړوند د اصلاح شویو تخمونو تصدیق ورکولو آمریت مسؤلینو له لوري اړوند کارمندانو ته د څارنې پر مهال په بېلابېلو برخو کې د ښو تخمونو لاسته راوړلو په موخه لازمې لار ښوونې وشوې.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۳:۲۶
Background image

غزني کې د پرمختیايي پروژو پلي کېدل؛ د کارموندنې او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د «اف جي اې» مؤسسې په همکارۍ بېلابېلې پرمختیايي پروژې پلي کېږي، چې موخه یې د خلکو اقتصادي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۶
Background image

د میدان وردګو جغتو کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونو جوړولو په پار نیالګي ووېشل شول

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د جغتو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د شفتالو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست: نږدې ۳۷ زره جریبه ځمکه کې تېلي بوټي کرل کېږي

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او چارو ادارې لوي ریاست استازو د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد سره په ننګرهار ولایت کې د ٣٦. . .

بازگشت