د هلمند  مارجې ولسوالی کې یوشمېر بزګران وروزل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۴
د هلمند  مارجې ولسوالی کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
 د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مارجې ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت لخوا د یادې ولسوالی بزګرو ته د جوارو او نورو کرنیزو توکو د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو.
 په دې لړ کې بزګرو ته د بېلابېلو نباتي ناروغیو مخنیوی، کتاري کرنې، اوبولګولو، د بیکاره وښو لیرې کولو، د کیمیاوي سرې کارونې او نورو برخو کې هر اړخیزې زده کړې ورکړل شوې.
دغه زده کړې هغو بزګرو ته په لاره اچول شوي دي، چې څه موده مخکې ورته دکرنې ریاست لخوا اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل سوي دي.
د هلمند ولایت کرنې ریاست هڅه کوي، چې د مرکز لښکرګاه په ګډون د بېلابېلو ولسوالیو بزګرانو ته د زده کړو دغه لړۍ روانه وساتي ترڅو د ځمکوالو د حاصلاتو په بهبود کې نوښت رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۲۹
Background image

د میدان وردګو جلریز کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرې وېش لړۍ پيل شوه 

۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اسټارز» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۲۷
Background image

هلمند کې د شاتو مچیو روزنې د ټولنې له چاراکو سره ناسته ترسره شوه

۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق     
د هلمند ولایت د شاتو مچیو روزنې ټولنې مسولینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امر حافظ هدایت الله. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د هلمند کجکي کې حيواني او نباتي درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه 

۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست اړوند د کجکي ولسوالی څارویو روغتیا او بوټو ساتنې مدیریتونو له لورې، ددې ولسوالی په مربوطاتو کې. . .

بازگشت