د نیمروز په پنځه زره بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شو

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۸ - ۱۳:۹
د نیمروز په پنځه زره بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شو


۱۸ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۴ ربیع‌الثانی ۱۴۴۴ ه‍.ق
دنیمروز ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې( FAO)په مالي او د (FGA) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د مرکز، کنګ او چهابرجک  ولسوالۍ په ۵۰۰۰ مستحقو بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل کړی دی.
ددې مرستې په ترڅ کې هر بزګرته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلوګرامه ډي.پي.اي او ۵۰ کیلوګرامه یوریا سره ورکول کېږي.
ددې مرستې موخه په دې ولایت کې دکرنیزو محصولاتو زیاتوالی او د بېوزله بزګرانو ملاتړدی.
باید وویل شي، چې په نږدې راتلونکي کې  به یادو بزګرانو ته د غنمو کرلو، هرزه بوټو مخنیوي، اوبولګونې، د سرو استعمال،  ناروغیو او حاصل ټولولو په برخه کې روزنه هم ورکړل شي.
دا په داسي حال کې چې نږدې راتلونکي کي د دلارام او چخانسور ولسوالیو بزګرانو ته هم د غنمو د اصلاح سوي تخم او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیلېږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت