د نیمروز د کرنې ریاست اداري کارکوونکو ته روزنیز پروګرام پیل شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱ - ۱۱:۵

د نیمروز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د لسګونو کارکوونکو لپاره د همدې ولايت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د آمریت لخوا د ولایت مقام د بشري سرچینو د آمریت په همکارۍ د « د وخت مدیریت، راپور ليکلو او دفترداري اصولو» اړوند د ظرفیت لوړونې درې ورځنۍ روزینز پروګرام پیل شو.
د نيمروز ولایت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو مسؤول، مولوي محمد عیسی"ثاقب" وايي، چې د اداري بهیر د چټکتیا او مسلکيتوب د رامنځه‌کولو په پار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست ۳۵ تنه کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې درې ورځنۍ سیمینار پیل شو. 
د ښاغلي ثاقب په خبره، په دې سمینار کې د استاذانو له خوا د وخت مديريت، راپور ليکلو او د دفترداري د اصولو په تړاو معلومات وړاندې کیږي او د ياد سمينار له جوړېدو څخه موخه د امارتي ادارو د کارکوونکو ظرفیت لوړول یادوي.
په ورته مهال د نيمروز ولایت مقام د بشري سرچینو آمر، مولوي سراج‌الدین "فرهاد"  د‌ ورته سمينارونو جوړول د اداري اصلاحاتو په برخه کې اغېزمن وبلل او له ګډونوالو يې وغوښتل، چې په ادارو کې وړاندې کېدونکي اصول، مراعت او پلي کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت