د نیمروز د خټکیو حاصلات څه باندې ۷۰۰ زره ټنو ته ورسېد

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۸ - ۱۲:۸
حاصلات خربزه نیمروز به بیش از ۷۰۰ هزار تُن رسید
 
۱۸ چنګاښ ۱۳۹۹
د نیمروز ولایت د پالیزونو د خټکیو حاصلات، سږکال څه باندې ۷۰۰ زره مټریک ټنو ته رسېدلي دي.
د نیمروز د کرنې ریاست پر وخت او پرله پسې ورښتونه ددې ولایت د خټکیو د حاصلاتو د زیاتوالي اصلي لامل بولي. د نیمروز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې سږکال ددې ولایت په څه باندې ۲۰ زره هکټاره ځمکه خټکي کرل شوي دي، چې حاصل یې څه باندې ۷۰۰ زره مټریک ټنو ته رسیږي.
سږکال ددې ولایت د چخانسور په ولسوالۍ کې ډېر خټکي کرل شوي دي. په دې ولسوالۍ کې د خټکیو پالیزونه، یوازې له کښت مخکې خړوبیږي او له هغه وروسته خړوبولو ته اړتیا نه لري. ددې ولسوالۍ خاوره د اوبو د ساتلو لوړ ظرفیت لري.
د نیمروز ولایت دکرنې رییس ذبیح‌الله اولیازاده وايي، چې ددې ولایت هندواڼې او خټې په ځانګړې توګه د چخانسور ولسوالۍ خټکي او هندواڼې یو ارګانیک محصول دی او ډېری بزګران د هندواڼو او خټکیو په پالیزونوکې له هیڅ ډول کیمیاوي سرې او درملو څخه ګټه نه پورته کوي. د هغه په خبره د نیمروز ولایت هندواڼې او خټکي د کیفیت له پلوه ځانګړي خاصیت لري. ددې ولایت د خټکیو وزن او خوند هم د نورو ولایتونو د پالیزونو د حاصل په پرتله بیل دي.
د نیمروز د خټکیو او هندواڼو محصولات تر ډېره ګاونډیو ولایتونو او دغه راز پاکستان ته صادریږي.

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت