د نیمروز دکرنې ریاست او دهمدې ولایت د لوړو زدکړو مؤسسې ترمنځ هوکړهلیک لاسلیک شو
د نیمروز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له ریاست دهمدې ولایت د د لوړو زدکړو مؤسسې سره د کرنې پوهنځي د محصلینو د عملي کار په موخه د یو کلن علمي او عملي همکارۍ تړون لاسلیک کړ.
د نیمروز د لوړو زده کړو مؤسسې رییس مولوي محمد صدیق بني کمال وویل، چې دغه هوکړهلیک پنځه مادې او ۲۴ فقرې لري او موخه یې د دواړو ادارو ترمنځ علمي او عملي همکاري ده.
همدا راز د نیمروز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس، مولوي شیراحمد رفیع هم د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
د دغه هوکړه لیک د لاسلیک مراسم د نیمروز د لوړو زدکړو مؤسسې د رییس، مولوي محمد صدیق بنی کمال او د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د رییس، مولوي شیراحمد رفیع او د يادې ادارې د پوهنځيو رییسانو په حضور کې ترسره شوه.