د ننګرهار کوټ ولسوالی کې د اوبولګولو د یوې پروژې چارې پیل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۹ - ۱۰:۱۵
د ننګرهار کوټ ولسوالی کې د اوبولګولو د یوې پروژې چارې پیل شوې

٢۹ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۵ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې،  اوبولګولو او مالدارۍ ریاست خوړو نړیوال پروګرام په مالي او د افغانستان راتلونکو نسلونو مؤسسې په تخنکي همکارۍ ددې ولایت د کوټ په ولسوالۍ کې د اوبولګولو د یوې پروژې رغنیزې چارې پیل کړي دي.
 د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد وویل، چې د کوټ په ولسوالی د سید احمد خېلو، ډواني اوحیدرخېلو  کانال او سربند د جوړیدو چارې پیل شوي، چې په دې پروژه کې د ۱۳۷۴ متره په اوږدوالي کانال، ۳۴۰۰ متره کېندنې، ۳ سوپر پسیج، یو د اوبو ناوه، ۱۱۵۲ متره د غاړو دیوالونه، د کانال په شاوخواکې  ۷۰۰ متره زهبر جوړول  او ۱۱۷۴ مترو  تراسونو جوړول شامل دي.
د ننګرهار دکرنې رییس په خبره ددې پروژې په بشپړېدو سره به ۵۰۰ جریبه نوي ځمکه اباده او ۲۵۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ جریبه کرنیزه  ځمکه  خړوبه او زرګونو ځایې خلکو ته به د کار زمینه هم برابره شي.
ددې کانال په رغنیزو چارو کې ۷۱۳ تنو ته په درې فازونو کې د کار زمینه برابره شوي؛ چی د ۱۷  میاشتو په موده کې به دکانال چارې بشپړې شي.  
په همدې حال کې د سیمې اوسیدونکو د یاد کانال په جوړیدو خوښي وښوده او دننګرهارد کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست او پروژی له مسولینو څخه مننه وکړه.
 دغه راز د کوټ په ولسوالی کې د کوچنیو تولیداتو لپاره د بازارموندنې په برخه کې ۲ کرنیزي ټولنې جوړي شي؛  چې په یادو ټولنو کې بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې، کرنیز وسایل، د بازار موندنې او  کرنې په برخه کې روزنه هم ورکول کېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۳
Background image

کندهار کې د کرنیزو درملو د قاچاق مخه ونیول شوه؛ ۱۵ کارټنه ناقانونه مواد ضبط شول

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو د کندهار ښار د اوومې ناحیې د باغ‌پُل په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۸
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار کندز ته د تخنیکي پلاوي سفر

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۶
Background image

د خوست نادرشاه کوټ کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

بازگشت