د ننګرهار کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۲:۱
د ننګرهار کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره شوې ده.
د ننګرهارد  کرني، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست اړوند د څېړنیز فارم  کارکوونکو له لوري د چپرهار کرنې او مالدارۍ انسټیټوټ  د اګرانومي، هارټیکلچر او عمومي څانګي ۴۰ تنو زده کړیالانو ته دبوټو د ناروغیو، غلو دانو، حبوباتو او بڼوالۍ په برخه کې عملي او نظري روزنه ورکړل شوه .
یادو زده کړیالانو ته د کرنې ریاست د افاتو او ناروغیو اړوند کلکسونونو،لابراتوارونو، شیشم باغ څېړنیز مرکز د غله جاتو، حبوباتو له تجروبو او د بڼوالۍ د پراختیا مرکز کې د مسولېنو له لورې عملي روزنه ورکړل شوه. 
وړاندې تردې هم د چپرهار کرنې او مالدارۍ انسټیټوټ زده کړیالانو ته په څېړنیز مرکز کې  عملي روزنه ورکړل شوې وه.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۱۶
Background image

د کرنې وزارت څلور رییسان په نویو بستونو وګومارل شول


۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت څلور تنه رییسان له خپلو پخوانیو بستونو څخه تبدیل او په نویو دندو تر ګمارنې وروسته اړوندو کارکوونکو ته ور. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۱۲
Background image

د خوړو خوندیتوب اسلامي ادارې په اوومه عمومي غونډه کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

 

۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د افغانستان په استازیتوب د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۶
Background image

د کندهار کرنې ریاست: د شاتو مچیو روزنه د اقتصادي ودې او کاري فرصتونو رامنځته کولو لپاره مهم ګام دی


۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې نړۍوال سازمان (یوان‌اوډي‌سي). . .

بازگشت