د ننګرهار کرنې ریاست د کارکوونکو د اجرااتو کلنۍ ارزونه پیل شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۱۰:۲۰
د ننګرهار کرنې ریاست د کارکوونکو د اجرااتو کلنۍ ارزونه پیل شوه

د ننګرهار اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست له لورې دننګرهار د کرنې ریاست د کارکوونکو د اجرااتو کلنۍ ارزونه پیل شوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن  وویل، چې داداري اصلاحاتو او ملکی خدمتونو ریاست له لورې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د امرینو او مدیرانو کلنۍ ارزونې پیل شوي او  کارکوونکي به دخپل یو کال په موده کې ترسره کړې کړنو، لاسته راوړنو او راتلونکو پلانو درلودلو په اساس وارزول شي، خو سږ کال به دهر مدیر د دندو لایحي مطابق د اجرآتو مستند اسناد او مدارک غوښتل کیږي او دهمدې ارزونې په اساس به کارکونکوته امتیاز ورکول کېږي.
د ادارې اصولو له مخې هر کارکوونکي په کال کې یو ځل د هغه د یو کال د کړو کړنو له مخې ارزول کېږي. 
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ۶۶۳ تنه کارکوونکی لري، چې په ترتیب سره به د هریوه کارکوونکی ارزونه ترسره شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۸
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د چمتووالي له بهیر څخه لیدنه وکړه

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په حضوري چمن کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۴
Background image

پکتیکا کې د بروسلوز پر وړاندې د واکسین کمپاین پیلېږي

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز شرنه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال فراه ولایت ته سفر وکړ

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر د یوه پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له. . .

بازگشت