د ننګرهار کانال کې د غنمو په حاصلاتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۸ - ۱۱:۱۹
د ننګرهار کانال کې د غنمو په حاصلاتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی

۱۸ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه کانال کې د تېر ۱۴۰۲ کال په پرتله سږکال د غنمو په حاصلاتو کې ۳۰ سلنه زياتوالی راغلی دی.
 د مسوولینو په خبره، روان کال د غنمو فصلونه د ږلۍ او نورو طبيعي افتونو څخه خوندي پاتې شوي چې ورسره یې سږني حاصلات ښه دي.
د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوی غلام رحمن کظیم وایي، چې سږکال د ننګرهار کانال په څلورګونو فارمونو کې د قراردادي شرکتونو او اجاره لرونکو له خوا پر ۷۵۰۰ جریبه ځمکه اصلاح شوي غنم کښت شوي ؤ، چې ترې ۱۳ زره ټنه دغنمو حاصلات رآټول شوي، چې د تېرکال په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
ښاغلی کظیم دغه راز وویل، چې سږکال به د ختیځ زون د غنمو د تخمونو له اړخه پرځان بسیاشي.
بلخوا د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست وایي، چې سږکال پلان لري چې د ننګرهار د مرکز په ګډون ددې ولایت په ټولو ولسواليو کې زرګونو کروندګرو ته د غنمو باکيفيته اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي سرې وېشي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت