د ننګرهار کانال کې د غنمو د حاصلاتو کچه لوړه شوې
۲۱چنګاښ ۱۴۰۳ه.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه.ق
د ننګرهار د کانال شرکت چارواکي وايي، چې سږ کال ددې شرکت د غنمو د حاصلاتو کچه د تېر کال په پرتله لوړ شوې، چې څه باندې ۱۳ زره ټنو ته رسېږي.
د ننګرهار د کانال شرکت رییس مولوی غلام رحمن کظیم وویل، چې سږکال دننګرهار کانال پر زرګونه جریبه ځمکه غنم کرل شوې وه، چې له دغو کروندو څخه څه باندې ۱۳ زره ټنه د غنمو حاصلات تر لاسه شوي دي.
د ښاغلي کظیم په خبره اوس مهال سلګونه تنه په یاد کانال کې د غنمو پر کښت او کار بوخت دي.
د کانال ریاست هڅه کوی، چې په ننګرهار کې د غنمو کښت لا پراخ شي او د غنمو له اړخه د ننګرهار د ځان بسیاینې ترڅنګ، نورو ولایتونو ته هم غنم صادر کړي.