د ننګرهار کانال پر ځمكه جوړ ١٢ د تېلوپمپونه مهرلاک شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۷ - ۱۰:۵۳
د ننګرهار کانال پر ځمكه جوړ ١٢ د تېلوپمپونه مهرلاک شول

٢٧ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
٢٨ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
 د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وايي، چې د هډې فارم اړوند ثمرخېلو پاټک څخه تر کابل کيمپ پورې د سړك دواړو خواوو ته جوړ  ١٢ هغه دتېلو پمپونه مهرلاک شول، چې له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې يې خپلې کرايی نه وی تحویلې کړي. 
د چارواکو په خبره یادو تېلو پمپونه  ته مو له بېلابېلو لارو خبرتیاوی ورکړې وي، دغو تېلو پمپونو قانون نه سرغړونه  کوله، اوس به يې ترهغې د تېلو پمپونه مهرلاک او تړلي وي، ترڅو چې يې خپلې کرایانی نه وي تحویل کړي.
 د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې ننګرهارکانال د محافظ ټولي په مرستې او همکارۍ دغه د تېلو پمپونه مهرلاک شوي دي، د ننګرهار کانال شرکت په ځمکه ګڼ شمېر سوداګريز دوکانونه، د تېلو پمپونه، مارکيټونه او نور جوړ دي، چې له  تېرو څو کلونو میلیونه افغانۍ کرایي پرې باقي پاتې دي، کچېرته يې خپلې بقاياوى په وخت تحويل نه کړې دا ډول قانوني چلند به ورسره ترسره شي، بيا به د شکايت حق ونه لري.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت