د ننګرهار کانال شرکت: ۸۰۰ جریبه شاړه ځمکه کرکیلې ته چمتو کېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۵ - ۱۳:۲۱

١۵ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وايي، چې د ننګرهارکانال د لوی نهر څخه د سالمې ګتې اخیستنې او کروندګورو ته د اوبو رسونې په پار د هلو ځلو په ترڅ کې د هډې فارم پنځم بلاک کې د اتو کرنیزو شرکتونو په مټ چې سل زره امریکایي ډالر مالي لګښت پرې کوي د لوی نهر نه په منظمه او معیاري توګه د اوبو راپورته کولو پایپ سیستم جوړونې چارې پېل کړي  دي.
ددې سیسټم په جوړېدو سره به  سلګونه جریبه هغه ځمکه چې کابو پنځه لسیزې د اوبو د کمښت له امله له کرکیلې نه پاتې وه خړوبه او او کرکیلې ته به چمتو شي، او ترڅنګ یې د بزګرانو کروندو ته به پر وخت اوبو ورسېږي.
لوی نهر څخه د اوبو راپورته کولو د پایپ دا سیستم ۱۲۰۰متر اوږدوالی لري، چې په ترڅ کې به یې د ۸۰۰ لمریزو تختو له لارې په ثانیه کې ۶۰۰ لیټره اوبو د کروندګرو کروندو ته ورسېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت