د ننګرهار کانال شرکت کې یوشمېر کب روزونکي وروزل شول 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۳۱ - ۱۴:۸
د ننګرهار کانال شرکت کې یوشمېر کب روزونکي وروزل شول 

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت وایي، چې د افغان ريليف مؤسسې په همکارۍ د ثمر ثمرخېلو کبانو روزنې فارم کې ددغه فارم د مسلکي او فني ډاکترانو له لوري د بېلابېلو ولایتونو کبانو فارم لرونکو ته د کارپ کبانو نسل اخستنې درې ورځنې روزنیز ورکشاپ چې درې ورځې وړاندې دائره شوې وه پای ته ورسېد.
د یاد روزنیز پروګرام د پای په مراسمو کې د ننګرهار کانال شرکت د مالدارۍ فارم امر انجنیر سیدفصیح الله پاچا  وویل: :کب روزنې ته پآملرنه د کورني اقتصاد د پیاوړتیا ستره وسیله او نښه ده، ننګرهار چې ښه اقليم لري، او په ټولو فصلونو کې د کبانو روزنې ته مناسبه اب وهوا لري، نو له ښه مرغه ننګرهارکانال شرکت هم د کبانو صنعت او ودې لپاره پراخ پلانونه لري." 
هغه زیاته کړه: زموږ مسلکي ډاکتران ددې وړتیا لري، چې د مالدارۍ او کبانو په برخه کې خپلو هېوادوالو ته خدمات وړاندې کړي او دا ډول ورکشاپونو کې نورو فارم لرونکو ته روزنه ورکړي."
 نوموړي  د دا ډول ورکشاپونو دایرول مثبت ګام وباله. 
ورته مهال د افغان ریلیف مؤسسې استازو او د یاد روزنیز ورکشاپ ټولو برخه والو ننګرهار کانال شرکت نه مننه وکړه  چې د دا  ډول ګټور ورکشاپ د دائرولو همکاري او مرسته يې وکړه.
د یادونې ده، چې ننګرهارکانال شرکت د کانال په ځمکه د کبانو صنعت ودې او هېوداوالو ته په دې برخه کې لا زیات کار کولو په موخه  په دویم فارم، هډې فارم او څلورم فارم کې لسګونه جریبه ځمکه په اجاره ورکړې، چې ګڼ شمېر هېوادوال په کې په کار بوخت دي، له ډېره ښه مرغه اوس په کې د کبانو روزنې حوضونه فعال دي او هره ورڅ هېوادوالو ته تازه او صحي کبان عرضه کوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۵:۱۵
Background image

دلغمان د کرنې رییس د کرنې وزارت د کرنیزو تخمونو د تصدیق کولو رییس سره وکتل

۲۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ا مولوي عبدالستار محمد د خپل کار په دفتر کې د کرنې وزارت د کرنیزو تخمونو د تصدیق کولو رییس مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۲:۳۱
Background image

کرنې وزارت کې د سروي کدستر بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه

۲۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست په چوکاټ کې د سروي کدستر اړوندو«ان.ټي.اې» بستونو لپاره ازموینه ترسره شوه.
په دې ازموینه کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۵۷
Background image

خوست کې د غنمو ننداریزو کروندو لپاره اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د کرنیزو چارو عمومي مدیریت د غنمو د حاصلاتو د لوړولو او د معیاري. . .

بازگشت