د ننګرهار کانال شرکت کې د کب روزنې۴۹ حوضونه جوړ شوي 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۱ - ۱۰:۴۷
د ننګرهار کانال شرکت کې د کب روزنې۴۹ حوضونه جوړ شوي 

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۹جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت وایي، چې ددې شرکت اړوندو سمیو کې د کب روزنې ۴۹ حوضونه جوړ شوي دي، چې ۳۰ زره کبان په کې روزل کېږي.
د ننګرهارکانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظیم او ورسره مل پلاوي له دغو فارمونو څخه د لیدنې پر مهال وویل، چې په دغو فارمونو کې ۳۰ زره کبان روزل کېږي، چې لس ټنه یې پلور ته چمتو شوي دي.
په دغو فارمونو کې لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د ویلو ده، چې ننګرهارکانال شرکت د هډې فارم ثمرخېلو سیمه کې پخپل لګښت په لسګونه جریبه ځمکه د کبانو روزنې حوضونه جوړ کړي او تمه ده، چې ورسره به د ننګرهارکانال شرکت د عوایدو کچه لوړ شي .

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۳:۲۶
Background image

غزني کې د پرمختیايي پروژو پلي کېدل؛ د کارموندنې او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د «اف جي اې» مؤسسې په همکارۍ بېلابېلې پرمختیايي پروژې پلي کېږي، چې موخه یې د خلکو اقتصادي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۶
Background image

د میدان وردګو جغتو کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونو جوړولو په پار نیالګي ووېشل شول

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د جغتو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د شفتالو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست: نږدې ۳۷ زره جریبه ځمکه کې تېلي بوټي کرل کېږي

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او چارو ادارې لوي ریاست استازو د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد سره په ننګرهار ولایت کې د ٣٦. . .

بازگشت