د ننګرهار کانال شرکت کې د هېواد په کچه د سبو اصلاح شوي تخمونه تولیدېږي 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۲۵
د ننګرهار کانال شرکت کې د هېواد په کچه د سبو اصلاح شوي تخمونه تولیدېږي 

د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې ددې شرکت اړوند په سل جریبه ځمکه کې د سبو د اصلاح شویو تخمونو د تولید او تکثیر چارې پیل شوي دي او ترڅنګ یې د یاد شرکت اړوند دویم بلاک کې په ۱۰۱ شنوخونو کې هایبرېډ تخمونه کرل شوي دي.
د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوی غلام رحمن کظیم وویل، چې د هېواد په کچه د لومړي ځل لپاره ننګرهار د ننګرهار کانال شرکت هډې فارم اړوند عبدالخېلو بلاک په سل جریبه ځمکه د یو خصوصي شرکت په همکارۍ د سبو د اصلاح شوي تخم د تولید او تکثیر پروسه روانه ده. 
نوموړي خوښي وښوده، چې د دې تخم په توليد سره به د بهرنيو هېوادونو د تخمونو مخنيوی وشي او ځای به يې وطني تخم ونيسي.هغه زياته کړه، چې د دې تخم توليد او تکثير سره به په ځان بسيا او نورو هېوادونو ته به هم د افغانستان په نوم صادر شي.
د کانال شرکت رییس وويل، چې د‌عبدالخېلو په سل جريبه ځمکه يې د سبواصلاح شوي تخم کر تازه پيل کړ او هيله يې وښوده چې ښه حاصل به ورکړي.
د چارواکو په خبره دغو کروندو کې د سبو ډول ډول مروج تخمونه لکه بادرنګ، بنډۍ، روميان، فاصلې، بانجان، مرچ، پياز او نور سابه کرل شوي دي، چې په خپل وخت سره به ترې اصلاح شوي تخمونه ترلاسه شي.
د تازه سبو کرکیلې دودېدو نه یواځې د کروند ګرو او خلکو اقتصاد پیاوړي کوي، بلکې په دې تازه سبو د پلازمېنې کابل په ګډون د یو شمېر نورو ولایتونو د سبو اړتیاوې هم برابرېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت