د ننګرهار کانال شرکت کې تفریحي پارک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
۲۲ کب ۱۴۰۲ه.ش
۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه.ق
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې د ملګرو ملتونو د پروژې خدمتونو دفتر په همکارۍ د ۱۲ میلیونه افغایو په لګښت ددې شرکت اړوند په اوه جریبه ځمکه کې تفریحي پارک جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د ننګرهار کانال شرکت د کرنیزو چارو مسوول انجنیر محمدجمیل خوشحال وویل، چې دغه پارک د کانال شرکت د پنځم فارم په ځمکه، کابل کیمپ د شهیدانو مېنې روغتون مخې ته جوړ شوی دی.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د ننګرهار کانال شرکت د کرنیزو چارو مسوول انجنیر محمد جمیل خوشحال، ددغه شرکت د املاکو امريت او یوشمېر نورو چارواکو ګډون درلود.