د ننګرهار کانال شرکت په ۵۰ جریبه ځمکه کې د مالټو بڼونه جوړېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۷ - ۱۰:۰
د ننګرهار کانال شرکت په ۵۰ جریبه ځمکه کې د مالټو بڼونه جوړېږي

٢۷ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۵ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې ددې شرکت د درېیم فارم ۹۴ نمره ځمکه  کې ۵۰ جریبه دمالټو بڼونه  جوړېږي.
د مالټې یاد بڼونه د خصوصي سکټور په همکارۍ جوړېږي، چې ورسره لسګونو کسانو ته په نېغه او سلګونو نورو کسانو ته په نا نېغه ډول د کار زمینه برابرېږي.
د چارواکو په خبره د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې د ننګرهار کانال شرکت کې ۱۸ زره او ۲۰۰ جریبه د مالټو نوې بڼونه جوړ شوي دي، چې ورسره په دې ولایت کې د سټرویو د حاصلاتو کچه هم زیاته شوې ده.
 د ننګرهارکانال دسټروسو حاصلات چې د لوړ کیفیت لرونکي دي  د پلازمینې کابل سربېره دهېواد نورو ولایتونو ته هم صادریږي.
د مالټې د دغو بڼونو جوړولو موخه هېواد د سټروسو مېوو له اړخه پر ځان بسیا کول او په ټوله کې د سټروسو بڼونو ترویج او خلکو ته د کار زمینه برابرول دي.
د افغانستان ختیځ ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونه مدیتراني اقلیم او د مالټو، نارنج او لیمو بڼونو لپاره مناسبه هوا لري، چې هر کال له یادو ولایتونو څخه په زرګونه ټنه د سټرسو حاصلات راټولېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت