د ننګرهار کانال شرکت په ۵۰۰ جریبه ځمکه کې د مالټې بڼونه جوړېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۲:۰
د ننګرهار کانال شرکت په ۵۰۰ جریبه ځمکه کې د مالټې بڼونه جوړېږي

۸ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې ددې شرکت د هډې فارم د عبدالخېلو بلاک په ۵۰۰  جریبه ځمکه کې دمالټې بڼونو جوړولو په پار کندې کېندل شوي دي، چې د سلواغې په ۱۵ به په کې د مالټو نیالګې کېنول شي.
د مالټې یاد بڼونه د خصوصي سکټور په همکارۍ جوړېږي، چې ورسره لسګونو کسانو ته په نېغه او سلګونو نورو کسانو ته په نا نېغه ډول د کار زمینه برابرېږي.
د چارواکو په خبره د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې د ننګرهار کانال شرکت په سلګونه جریبه ځمکه کې د مالټو نوې بڼونه جوړ شوي دي، چې ورسره په دې ولایت کې د سټرویو د حاصلاتو کچه هم زیاته شوې ده.
 د ننګرهارکانال دسټروسو حاصلات چې د لوړ کیفیت لرونکي دي  د پلازمینې کابل سربېره دهېواد نورو ولایتونو ته هم صادریږي.
د مالټې د دغو بڼونو جوړولو موخه هېواد د سټروسو مېوو له اړخه پر ځان بسیا کول او په ټوله کې د سټروسو بڼونو ترویج او خلکو ته د کار زمینه برابرول دي.
د افغانستان ختیځ ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونه مدیتراني اقلیم او د مالټو، نارنج او لیمو بڼونو لپاره مناسبه هوا لري، چې هر کال له یادو ولایتونو څخه په زرګونه ټنه د سټرسو حاصلات راټولېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په نندارتون کې د څه باندې ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۷۴ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
په کابل کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د نړۍوال نندارتون له پای ته رسېدو سره هم‌مهاله، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس، خان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۴:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له لوري د تخار د کرنې ریاست د فعالیتونو ارزونه

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې ریاست. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۶
Background image

د ننګرهار په کوټ ولسوالی کې ۳۰ اړمنو کورنیو ته دوه کلنې بلاربې خوسکۍ ووېشل شوې

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا»مؤسسې  په مالي ملاتړ، د کوټ ولسوالی ۳۰. . .

بازگشت