د ننګرهار کانال شرکت هډې فارم په ۲۰۰ جریبه ځمکه جوار کرل شوي 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۷ - ۱۵:۶
د ننګرهار کانال شرکت هډې فارم په ۲۰۰ جریبه ځمکه جوار کرل شوي 

٢۷ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۳ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کانال شرکت چاراکي وایي، چې ددې فارم اړوند هډې فارم د عبدالخیل بلاک په ۲۰۰ جریبه ځمکه جوار کرل شوي دي.
د چارواکو په خبره تمه ده، چې ، په پراخه پېمانه به ترې د هايبريډ  جوارو تخم حاصلات ترلاسه شي.
د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوی غلام الرحمن کظیم له دې فارم څخه دلیدنې په ترڅ کې وویل، چې دیاد شرکت د کارکوونکو له لورې بزګرانو ته د  جوارو  ناروغیو،  اوبولګولو،  کرنیزو عملیو، بازارموندنې، کتاري کرنې، سرې ورکولو حاصل ټولو  کې عملي او نظري روزنه ور کړل شوې ده.
جوار د غله جاتو له ډلې یو له هغو نباتاتو څخه ده، چې له غنمو څخه وروسته په ننګرهار کې په  زیاته اندازه کرل کېږي؛  چې د بزګرانو لپاره د عوایدو یوه لویه سرچینه ده.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت