د ننګرهار کانال شرکت رییس د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ خونې له رییس سره وکتل
د ننګرهار کانال شرکت رییس سید محمد نعیم محمدي د ننګرهار دکرنې او مالدارۍ خونې له رییس حاجي اجمل رحماني سره دخپل کار په دفتر کې وکتل.
ددې لیدنې په ترڅ کې، چې دنرسریو د ټولنې غړي هم شتون درلود، د نرسریو د ټولنې پر ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونو خبرې اترې وشوې.
د ننګرهار کانال شرکت رییس د نرسریو د ټولنې د ستونزو، غوښتنو او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته د دوی د ستونزو د حل په موخه اړوندو چارواکو ته د کوټلې ګامونو پورته کولو سپارښتنه وکړه.