د ننګرهار کانال شرکت د مالدارۍ فارم رغول کېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۹ - ۱۵:۲۳
د ننګرهار کانال شرکت د مالدارۍ فارم رغول کېږي

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۷جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوابولګولو او مالدارۍ  وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ د څلورو وزارتونو مرستیالانو د ننګرهار کانال شرکت دستونزو او ننګونو هوارولو په پار د یاد شرکت له بېلابېلو برخو څخه لېدنه کړه.
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ د دې لیدنې پر مهال د مالیې، اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ، انرژۍ او اوبو وزارتونو مرستیالانو او سلاکارانو شتون درلود، چې په ترڅ کې یې د ننګرهار کانال شرکت د درېیم فام ویجاړ شوی مالدارۍ فارم څخه د لیدنې په ترڅ کې وویل، چې یاد فارم به بیاځلې په عصري او مجهزه بڼه فعال شي. 
ددې فارم په بیا فعالېدو سره به د ننګرهار کانال شرکت د درېیم فارم ستونزې هوارې او ترڅنګ یې د یاد فارم د عوایدو کچه لوړ او خلکو ته به دکار زمینه هم برابره شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت