د ننګرهار کانال شرکت: د غنمو اصلاح شویو تخمونو کچه ۲۰۰۰ میټریک ټنو ته لوړؤ 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۴ - ۱۵:۳
د ننګرهار کانال شرکت: د غنمو اصلاح شویو تخمونو کچه ۲۰۰۰ میټریک ټنو ته لوړؤ 

۱۴ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۹ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهارکانال شرکت د غنمو اصلاح شویو تخمونو کښت لپاره کابو زر جریبه ځمکه خصوصي سکټور ته په قرارداد ورکړې، ترڅو بزګرانو لپآره د غنمو اصلاح شوي تخمونه تولید کړي. 
د ننګرهارکانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظیم وویل، چې دغنمو او جوارو اصلاح شویو تخمونو سره په څنګ کې پلان لرو چې د نورو کرنیزو فصلونو ته هم کار وکړو،  اصلاح شوي تخمونه رایج او ددې لارې کرنه میکانیزه کړو.
په ختیځ کې د هلال هډه وال کرنیز شرکت مسوول ډاکتر عبدالغفار لودین وویل، چې تېر کال يې د کانال په ځمکه د غنمو اصلاح شوي تخمونه کرلي ؤ، چې ترې مو شاوخوا ۳۵۰ میټریک ټنه حاصلات راټول کړل، چې له ښه مرغه اوس به پر ۶۰۰۰ بزګرانو ووېشل شي.
 ښاغلی لودین وویل، دا چې اوس ننګرهارکانال شرکت یو څه نوره ځمکه نوره هم په واک کې راکړه، موږ سره اوس کابو زر جریبه ځمکه په واک کې شته، نو په راتلونکي کې به د غنمو د اصلاح شویو تخمونو کچه ۱۵۰۰ ــ۲۰۰۰ میټریک ټنو ته لوړ کړو. 
ډاکتر غفار وايي، چې موږ په ۳۲ ولایتونو کې د اصلاح شویو تخمونو ترویج او کرنې میکانیزه کولو ته کار کوو، موږ هڅه کوو چې بزګرانو لپاره اصلاح شوي تخمونه ورکړو او اقتصاد يې پياوړى کړو.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت