د ننګرهار کانال شرکت دویم فارم د محافظوي پولې بیارغونه پیل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۶ - ۱۱:۵۴

۲۶ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهارکانال شرکت دویم فارم کې د کابو ۳۰۰۰ متره اوږدوالي محافظوي پولې د لا کلکوالي په موخه ۳۰۲۰ بېلابېل ډوله بوټي د دویم فارم امریت له لوري کښېنول کېږي او ورسره سم د یادې پولې د تخریب شویو سیمو د بیارغونې چارې هم روانې دي .
ددې پروسې له لارې به ۲۰۰۰ یوکلیپټيس او ۱۰۲۰ د بېرې بوټي وکرل شي.
ددې بوټو د کر له لارې یاده پوله لا کلکه او پیاوړي کېږي ورسره سم به د سیمې د ښکلا او زرغونتیا لامل کېږي. 
د معلوماتو په بنسټ دا محافظوي پوله د څو کرنیزو شرکتونو په مالي لګښت ترمیم او جوړه شوی وه، تېرو ورښتونو ددې محافظوي پولې یوه اندازه برخه تخریب کړه، چې اوس يې دبیارغونې، ګریډر کارۍ، هوارکارۍ چارې پېل شوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت