د ننګرهار کانال شرکت تولیدات د امام ابوحنیفه درېیم ملي او نړۍوال نندارتون کې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۱:۶
د ننګرهار کانال شرکت تولیدات د امام ابوحنیفه درېیم ملي او نړۍوال نندارتون کې

١٥ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
٣ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت چاراوکي وایي، چې هېوادوالو ته د اسانتیا او د زیتونو تېل، اچارو او د زیتونو فابریکې بېلابېلو تولیداتو ته د بازارموندنې په موخه د امام ابوحنیفه درېیم ملي او نړۍوال نندارتون له لارې خپل تولیدات او اجناس په درېیو غورفو کې نندارې ته وړاندې کړي.
د چارواکو په خبره، په دغه نندارتون کې د افغانستان، منځنۍ او سوېلي اسیا هېوادونو، چین، ایران، ترکیې او جاپان تولیدات په څه باندې ۷۰۰ غرفو کې چې، په ۴۰۰ غرفو کې کورني او په ۳۰۰ غرفو کې بهرني توکي دي، نندارې ته وړاندې شوي دی.
هېوادوالو.
دکانال شرکت چارواکي وایي، چې د یاد شرکت تولیداتو ته د بازار موندنې په پار د هېواد ملي نندارتونونو کې په ګډون سره خپلو توکو ته بازار موندنه کوي: "زموږ هڅه او کوښښ دادی چې خپلو توليداتو لپاره د هېواد دننه په نورو ولايتونو کې او هم په نورو هېوادونو د پلور او بازار موندنې زمينه برابره کړو، چې توليدات مو خارجي بازار پیدا او اقتصادي‌ حالت مو لا بهتره شي".
 دا ډول نندارتون جوړېدل د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او له ګډون کوونکو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو او ټرانزیتي اړیکو د پراختیا لپاره مهم دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت