د ننګرهار کانال شرکت:هډې فارم آمریت سره د کرنیزو توکو مرسته وشوه  

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۷ - ۹:۵۴
د ننګرهار کانال شرکت:هډې فارم آمریت سره د کرنیزو توکو مرسته وشوه  

٧ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
١١ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې د دې شرکت د مشرتابه د هلوځلو په ترڅ کې د هلال هډه وال کرنیزشرکت لخوا د هډې فارم اړوند عبدالخېلو بلاک ستروس بڼ لپاره د اړینو توکو مرسته وشوه.
د چارواکو په خبره په دغو مرستو کې ١٠ کارټنه د بوټو د تقویې درمل (مایکروایلیمنټ)، ۲۰ عدده د ښاخبرۍ وړې قیچي ګانې او ۵ عدده درمل شیندلو پمپونه شامل دي.
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وايي، چې د ننګرهارکانال پروژه د ننګرهار او ( ختیځ زون ) لپاره ستره حیاتي او ارزښتمنه پروژه ده، که  په ګډه ورته کار ووشي راتلونکي نسلونو ته يې ګټې ډېر دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت