د ننګرهار کانال رییس: د نارنجو بڼونو ډېرولو په پار هلې ځلې کوو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۲ - ۱۰:۵۳
د ننګرهار کانال رییس: د نارنجو بڼونو ډېرولو په پار هلې ځلې کوو

۱۲ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۵ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرها کانال ریاست چارواکي وایي، چې د نارنجو د حاصلاتو د ډېرښت او لا پاملرنې په پار هڅې کوي، چې سږ کال یې هم د نارنجو ونو حاصلات د پام وړ دي.
د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وایي، چې د یاد کانال په څلورګونو فارمونو کې د نارنجو له شته بڼونو څخه یونیم میلیون او ۲۱۰ زره افغانۍ عواید راټول شوي دي.
د ننګرهار د کانال رییس مولو غلام الرحمن کظیم وویل: «په څلورګونو فارمونو کې په کابو ۲۰۰ جريبه ځمکې د نارنجو بڼونو جوړ شوي دي. پلان دادې چې په نږدې راتلونکې کې به د نارنجانو بڼونه لا ډېر کړو.»  
د ننګرهار په ولایت کې له تېرو څه باندې ۵۶ کالو راهیسې هرکال په رسمي بڼه د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د نارنج ګل دودیزه مېله او مشاعره ترسره کېږي، چې په خپل اصل کې د هېواد په کچه د سترو مېلو او مشاعرو په ډله کې حسابېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت