د ننګرهار کانال ریاست: ۳۰۰ جریبه د مالټو بڼونه جوړېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۲ - ۱۳:۳۶
د ننګرهار کانال ریاست: ۳۰۰ جریبه د مالټو بڼونه جوړېږي

۲  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۸ ربیع‌الثاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار دکانال ریاست چارواکي وایي، چې د ۴ لسیزو وروسته د کابو۱۷ میلونه افغانیو په لګښت د هډې فارم شپږم بلاک په شاوخوا۳۰۰ جریبه ځمکې مالټه باغونه او د اوبه خور د څاڅکو سیستم جوړېږي.
د یاد بلاک (۱۳۴،۱۳۵،۱۳۶،۱۳۸ ) نمره ځمکې به ۲۶ زره دمالټو بوټي وکرل شي ، سمسوره او په شنې ساحې به تبدیله شي. 
د اټکل له مخې ۱۷ میلونه افغانۍ به پرې لګښت راځي او کابو ۳۰۰ تنو ته به د کارزمینه برابره شي.
یاد مالټه بڼ،نه د کرنیزو شرکتونو له لوري ابادېږي.
د ننګرهارکانال ریاست مسوولین وایي، چې د کرنې د میکانیزه کولو کومې ژمنې مو چې د خپل ولس او هېوادوالو سره کړې دي  یو په بل پسې د عملي کېدو په درشل کې دي. 
ښه بېلګه يې دا ۳۰۰ جریبه ځمکه ده چې پرې به مالټه باغونه او د اوبوخور د څاڅکو سیستم جوړ اوتطبیق شي .

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت