د ننګرهار کانال ریاست کې د ګنیو کرکېله 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۱ - ۱۱:۱۷
د ننګرهار کانال ریاست کې د ګنیو کرکېله 

٢۱ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۸ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
ننګرهار په افغانستان کې په دودیزه توګه د ګنیو د کر تر ټولو لویه سیمه ده. دغه ولایت پرېمانه اوبه لري او ځمکه او موسم یې د ګنیو کرکیلې ته جوړه ده. 
په ننګرهار کې تر ډېره د کامې ولسوالۍ ګوړه مشهوره ده او هره ورځ ګڼ شمېر ځوانان د ګنو، ګاڼۍ او ګوړې ليدو او خوراک لپاره ورځي.
د ننګرهار دکانال ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت په شپږو ولسوالیو کې تر نورو هغو ډېر ګڼي کرل کېږي.
ګني د کب په ۱۵ مه کرل کیږي او د بل کال د لړم په ۱۵مه حاصل ورکوي. د ګني په کروندو کې بېلابېل سابه لکه رومي بانجان، فاصله، پیاز، کچالو او داسې نور سابه هم کرل کیږي. د نورو نباتاتو په پرتله د ګنیو حاصل او عواید زات دی
د ننګرهار دکانال ریاست چارواکي وايي، هڅه يې داده چې کروندګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي ترڅو د ګني کرکېله پراخه او کروندګر د ګنیو کرکېلي ته مخه کړي.
د ننګرهار ولایت کروندګر له پخوا د ګنيو له کښت سره بلدتيا لري او د هېواد د ګنیو ډېره برخه په دې ولایت کې تولیدږي. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ښو ګنیو دتولید په برخه کې ددې ولایت له کروندګرو سره هر اړخیزې مرستې کوي.
د يادولو ده، چې په دې وروستيو کې د ننګرهار کرنیز محصولات ښه نوم خپل کړی او د ګنيو سربېره د مالټو زيات توليد هم دغه ولايت ته يو ښه نوم په برخه کړی دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت