د ننګرهار کانال ریاست کې د تفریحې پارک او کلیکسیون بڼ جوړولو چارې روانې دي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۹ - ۱۱:۳۲
د ننګرهار کانال ریاست کې د تفریحې پارک او کلیکسیون بڼ جوړولو چارې روانې دي

۲۹ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وایي، چې د یاد ریاست د هډې فارم اړوند عبدالخېلو بلاک، چې د خېوې ولسوالی شګي کلی کې شتون لري، په ۱۳ جریبه ځمکه کې یې د تفریحي پارک او کلیکسیون بڼ جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي.
د یاد تفریحي پارک او کلیکسیون بڼ جوړولو چارې کړندۍ روانې دي، چې ډېر ژر به یې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د چارواکو په خبره د عبدالخېلو تفریحي پآرک او کلیکسون بڼ به د هېوادوالو لپاره د کورني اقتصاد د پیاړوتیا په مرکز بدل شي  .
دلته به خلکو ته د وړو کاروبارونو زمینه برابره، وړې غرفې به په کې نصب، واړه هوټلونه به جوړ، او د تفریح او ناستې لپآره به بشپړه او مناسبه چاپېریال برابره شي، د سېل او تفریح په موخه به د کشتۍ اسانتاوې هم برابرې شي او ورسره سم به ګڼ نور سهولتونه هم چمتو شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۳۱
Background image

لغمان کې سلګونو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین کمپاین پیل شو

۳۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «افاې‌او» په مالي همکارۍ، د لغمان ولایت په ټولو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۲۹
Background image

کونړ کې ۵۵۲ کسانو ته د کار په بدل کې خوراکي توکي ووېشل شول او ۱۵ کیلومتره کانالونه ورغول شول

۳۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوړو د خوندیتوب او د اوبو لګولو د کانالونو د بیارغونې پروژې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت په نرنګ ولسوالی کې ۵۵۲ مستحقو کسانو ته د کار په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۲۸
Background image

پکتیکا کې سلګونو اړمنو کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې ووېشل شوې

۳۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ځانګړي حکم پر بنسټ، د دغه ولایت په درېیو. . .

بازگشت