د ننګرهار کانال ریاست کې تفریحې پارک او کلیکسیون بڼ جوړېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۴ - ۱۴:۲۳
د ننګرهار کانال ریاست کې تفریحې پارک او کلیکسیون بڼ جوړېږي

٢۴ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وایي، چې د یاد ریاست د هډې فارم اړوند عبدالخېلو بلاک، چې د خېوې ولسوالی شګي کلی کې شتون لري، په ۱۳ جریبه ځمکه کې یې د تفریحي پارک او کلیکسیون بڼ جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي.
د ننګرهار کانال شرکت ریيس مولوي غلام الرحمن کظيم ددې پارک او کلیکسیون بڼ څخه د لیدنې پر مهال وویل، چې د  د یاد تفریحي پارک او کلیکسیون بڼ جوړولو چارې کړندۍ روانې دي، چې ډېر ژر به یې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
ښاغلی کظیم وویل، چې د عبدالخېلو تفریحي پآرک او کلیکسون بڼ به د هېوادوالو لپاره د کورني اقتصاد د پیاړوتیا په مرکز بدل شي  .
هغه وویل: «دلته به خلکو ته د وړو کاروبارونو زمینه برابره، وړې غرفې به په کې نصب، واړه هوټلونه به جوړ، او د تفریح او ناستې لپآره به بشپړه او مناسبه چاپېریال برابره شي، د سېل او تفریح په موخه به د کشتۍ اسانتاوې هم برابرې شي او ورسره سم به ګڼ نور سهولتونه هم چمتو شي.»
یاد تفریحي پارک او کلیکسون بڼ چې په کې به زینتي، مېوه لرونکي بوټي او چمن کرل کېږي ورته د اوبه خور د پایپ سیستم په کابو ۳۵۰۰۰۰ افغانیو فعالېږي. 
د يادونې وړ ده پدې لېدنه کې د ننګرهار کانال شرکت ریيس سره ددغه شرکت د کرنیزو چارو سلاکار انجنیر جمیل خوشحال، د هډې فارم امر انجینر سیداغا میاخېل، د عبدالخېلو بلاک مدير انجنير احمد فاتح، په ننګرهار کې د هلال هډه وال شرکت يو تن مسوول ډاکتر عبالغفار لودين ملتیا کوله.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت