د ننګرهار کانال ریاست په ۵۰۰ جریبه ځمکه د زیتونو بڼونه جوړ شوي دي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۱۱:۳۹
د ننګرهار کانال ریاست په ۵۰۰ جریبه ځمکه د زیتونو بڼونه جوړ شوي دي

 ۲ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۹ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق 
د ننګرهارکانال شرکت چاراکي وایي، چې په دې وروستیو کې ددې شرکت په کابو ۵۰۰ جریبه ځمکه تازه د زیتونو بڼونه جوړ شوي دي، چې وسره به په راتلونکې کې ددې ریاست دزیتونو د حاصلاتو کچه لا لوړه شي .
د ننګرهارکانال شرکت چارواکي وايي، د زیتونو هغه بلاکونه چې انقلابي شرایطواو جنګونو تخریب کړي او له منځه وړي و، له ډېره ښه مرغه اوس پرې ننګرهارکانال شرکت بیا ځلې زیتون بڼونه جوړوي، او له ښه مرغه اوس ددې شرکت په شاوخوا ۵۰۰ جریبه ځمکې زیتون باغونه بیا ځلې احداث شوه. 
د ننګرهار د کانال ریاست چارواکي وايي، چې د زیتونو د تولیداتو زیاتوالي په پار د زیتونو نوي بڼونه هم جوړېږي.
زیتون له مدیترانه یي نباتاتو څخه دی، چې کال کې یووار ترې حاصل راټولېږي او تر پروسس وروسته لس سلنه د زیتونو تېل ترې لاسته راځي، په دې فابریکه کې له سل ټنه زیتون څخه تر پروسس وروسته لس ټنه تېل په لاس راځي.
د ننګرهار کانال شرکت چاراکي هلې ځلې کوي، چې ددې شرکت اړوند د زیتونو او سټروسو بڼونه احداث او په دې برخه کې هېواد ځان بسیاینې ته نږدې کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت